24/09/2024
امیرالمومنین حضرت عمر (رض) یو مهال د شام حمص ولایت ته سفر وکړ خلک ورته راغونډ شول، امیرالمومنین خلکو ته وویل چې د خپل ښار د فقراوو لږېست راکړئ چې مرسته ورسره وکړو، خلکو لست ورکړ،امیرالمومنین لېست کتلو چې د سعید بن عامر نوم په کې خلیفه و پوښتل دا سعید بن عامر څوک دی؟ خلکو وویل زمونږ والي !
امیرالمومنین وپوښتل چې ولې هغه تنخواه باندې څه کوي خلکو ورته وویل: چې هغه ټوله پر بیوزلو خلکو ویشي، دې خبرې سره د امیرالمومنین اوښکې بهیږي او زر دیناره د کور د لګښت لپاره ورلیږي. والي حضرت سعید بن عامر هغه پیسې هم پر بیوزلو ویشي او وایي: چې د دنیا فتنه په کور کې نه ساتم
بل مهال حضرت عمر رض د اسلامي لښکرو د لیدو لپاره د شام سرحداتو ته ځي، لښکر ته رسیدو سره د قوماندان خیمې ته رهنمایي کیږي، ستر صحابي د امت امین حضرت ابوعبیده بن جراح د پوځ قوماندان خو خیمې کې شتون نلري او د لښکریانو د چارو سمبالتیا لپاره له خیمې وتلی و، غرمه کیږي امیرالمومنین ته ویل کیږي چې د ډوډی وخت دی ډوډی به راوړو، امیرالمومنین ورته وایي هو رایې وړئ، سرتيري پوښتنه کوي د جنګیالیو ډوډۍ که د قوماندان ډوډۍ؟ امیرالمومنین پوښتنه کوي آیا د دوی په ډوډۍ که هم توپير شته؟
سرتیری ورته وایي: هو!
امیرالمومنین فرمایي د سرتيري ډوډۍ راوړی، شیبه وروسته ښوروا غوښه او ډوډۍ راوړل کیږي، امیرالمومنین کاسې ته ګوري بیا وایي چې د قومندان ډوډۍ هم راوړئ! سرتيري ځي او دا ځل د شړومبو یا تروو یوه کاسه او وچه ډوډۍ د امیرالمومنین مخې ته ږدي.
امیرالمومنین غږ کوي ستاسو قومندان همدا خوري؟
هغوی ورته وایي: هو!
د قومندان خوراک مو همدا ده، امیرالمومنین سخت تر تاثیر لاندې راځي او په داسې حال کې چې اوښکې یې بهیږي وایي: خدای دې پرتا رحم وکړي ای ابوعبیده په رښتیا چې ته د دې امت امین یې.
که رښتینی اسلامي نظام جوړول په افغانستان که غواړی نو دا یې د والي او قوماندان ځانګړتیاوې دي.
او که د ځان لپاره آسانتیا او انعطاف زغملای شو بیانو راځئ چې د افغانستان ځوریدلي ملت لپاره هم په ټولو چارو کې آسانتیاوې وزغمو.
کافی
ستاسو ورور. Asad ullah safi